پنځوشتمه جولائي به اپوزيشن ګوندونه توري ورځ په توګه مانځي: سردار حسين بابک

په پنځوشتمه جولائي د اولس په مينډيټ باندي ډاکه اچول شوي وه، کوم له امله چي رياست کمزوري کړے شوي په نړوال کچ د ملک بدنامي شويده، دوي اويل چي پنځوشتمه جولائي د ملک ټولو نه توره ورځ ده

 ټول ملک کښې متحده اپوزيشن د رواني مياشتي په پنځوشتمه نيټه توري ورځي مانځلو دپاره تيارياني تندي کړيدې، دے لړ کښې نن پيښور پريس کلب کښې هم د رهبر کميټي کوارډنيشن کونسل خبري غونډه کړيده۔

خبري غونډۀ کښې د عوامي نيشنل پارټي صوبائي جنرل سيکرټرې سردار حسين بابک، جميعت علماۓ اسلام ف آصف اقبال داودزئي، قومي وطن پارټي طارق خان، د نيشنل پارټي پشمول نورو اپوزيشن پارټو غړو ګډون کړے وو۔

خبري غونډي ته وينا په وخت سردار حسين بابک اويل چي متحده اپوزيشن به په پنځوشتمه جولائي سحر يولس بجې موټر وے چوک رنګ روډ باندي د موجوده پرضد يو عظيم شان احتجاج کوې، کوم ته چي به د عوامي نيشنل پارټي مرکزي مشر اسفنديار ولي خان، جميعت علماۓ ف امير مولانا فضل الرحمن، محمود خان اچکزئي، د پيپلز پارټي فرحت الله بابر، نئير بخاري، قومي وطن پارټي افتاب احمد خان شير پاؤ او مسلم ليګ ن مشرانو ترڅنګ د اپوزيشن پارټو مشران وينا کوې۔

سردار حسين بابک اويل چي تير کال په پنځوشتمه جولائي د اولس په مينډيټ باندي ډاکه اچول شوي وه، کوم له امله چي رياست کمزوري کړے شوي په نړوال کچ د ملک بدنامي شويده، دوي اويل چي پنځوشتمه جولائي د ملک ټولو نه توره ورځ ده۔

دوي اويل چي په دوه ويشت کروړه اولس باندي يو نازولي مسلط کړے شويدي کوم اثرات چي يو کال پس د ګراني، بدامني او خراب معاشي صورتحال په شکل کښې ښکاره شويدي۔

خبري غونډې ته خپله وينا کښې د جميعت علماۓ اسلام ف آصف اقبال داودزئي اويل چي موجوده وخت کښې داسي يوه قامي اداره نشته دے چي هغه په آذاده توګه کار کوې هر اداره کښې حکومتي غړي لاس وخنه کوې۔

دوي اويل چي تيرو ورځو کښې د اولس کامياب هړتال له دے خبر ثبوت دے چي عوام د حکومت نه تنګ راغلے دې۔

دوي اويل چي هري اداري له پکار ده چي خپل آئيني دائره اختيار کښې دننه کار اوکړي نه چي د خپل اختيار نه پورته لاړ شې۔

Show More

Related Articles