د حکومت غلط او ناقص پاليسو له وجې هر ورځ استاذان سړکونو ته په احتجاج راوځي : اکرم خان دراني

د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ او پيښور هائيکورټ فيصلې باوجود صوبائي حکومت د استاذانو په آپ ګريډيشن کښې ناکامه شوې

خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډراکرم خان درواني ويلي د صوبائي حکومت او تعليم محکمې د نااهلۍ له وجې په صوبه کښې سلګونه ايس ايس ټي استاذان د شپاړسم ګريډ نه تر اوولسم ګريډ ترلاسه کولو نه محرومه دي چې له وجې يې نه يواځې استاذان د ستونزو سره مخ دي بلکې په لکونو زده کونکي هم متاثره کيږي۔

تيره ورځ اسمبلۍ کښې د کارروايۍ په مهال په تحريک التوا د خبرو په وخت اکرم خان دراني ويلي د حکومت غلط او ناقص پاليسو له وجې هر ورځ استاذان سړکونو ته په احتجاج راوځي۔

هغه وويل د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ او پيښور هائيکورټ فيصلې باوجود صوبائي حکومت د استاذانو په آپ ګريډيشن کښې ناکامه شوې دې۔

اکرم خان دراني وويل تيره ورځ استاذان د اسمبلۍ بهر په احتجاج کولو مجبوره شوي ؤ او ټوله ورځ يې احتجاج کړې خو ولې کوم حکومتي غړې د دوي خوا له نه دې ورغلې او نه يې ورسره څه مذاکرات کړي دي۔

هغه وويل د بجټ اجلاس ورسته د اپ ګريډيشن په اړه د استاذانو تخفظات لري کړي شي او ډير دې د دوي د اپ ګريډيشن اعلاميه جاري کړې شي۔

Show More

Related Articles