“بره دير نارينه او زنانه تعليم آفسران سرکاري سکول کتابونو سمګل کولو کښې ککړ دي‘‘

بره دير کښې د سرکاري سکولونو کتابونه سمګل کيدو لوئي سکينډل رامخي ته شويدې۔ په دے اړه بره دير نه جماعت اسلامي سره تعلق لرونکي ايم پي اے عنايت الله خان خيبر پښتونخوا اسمبلي کښې د پاملرنې نوټس جمع کړېدې۔

په نوټس کښې عنايت الله خان ويلي دي چي بره دير کښې د سرکاري سکولونو د کتابونو نه ډک ټرک سمګل کيدو په وخت نيولې شوې، دوي ويلي دي چي د سمګلنګ دې کيس کښي ضلعې نارينه او زنانه تعليم آفسران شامل دي۔

پخوانې صوبائي وزير دا هم ويلي چي دواړه آفسران له دې وړاندي هم د سرکاري کتابونو سمګل کيدو کښې ککړ پاتي شويدي، دوي دے لړ کښې د انټي کرپشن محکمي نه د انکوائري کولو غوښتنه کړيده۔

د پاملزنې نوټس ورسته صوبائي اسمبلې سپيکر متعلقه محکمي ته د سخت ګام پورته کولو امر کړے دے۔

بل لوري ته د خيبر پښتونخوا تعليم مشير ضياالله بنګش د انکوائري دپاره د يوې هفتي مهلت غوښتلے دې او ويلي دي چي د انکوائري رپورټ دپاره يوې هفتي وخت ورکړے شويدي۔

Show More

Related Articles