خيبرپښتونخوا اسمبلي : سرکاري ملازمان به اوس د درې شپيته کاله په عمر کښې ريټائر کيږي

خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې هغه بل په ګډه توګه منظور شوې چي پکښې ويل شوي ؤ سرکاري نوکران به د شپيته کاله په ځاې د درې شپيته کاله په عمر کښې د خپلې څوکۍ نه ريټائر کيږي۔

دغه بل د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ لخوا نن منظور شوې چې پکښې د سرکاري نوکرانو د رټائرمنټ عمر د شپيته کاله په ځاې دري شپيته کاله ټاکل شوې ولي له دې نه علاوه سرکاري ملازمانو لپاره په خپله خوښه د رټائرمنټ عمر د پينځه څلويښت کالو نه پينځه پينځوس کاله مقرر کړے دے۔

څرګنده دي وي چې دغه فيصله د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د کابينې په غونډه کښې کړې وۀ خو ولي د پيښور هائيکورټ قانون دان شهاب الدين ايډوکيټ د وزيراعلي محمود خان دغه فيصله هائيکورټ کښې چلينج کولو اعلان کړې ؤ۔

شهاب الدين ويلي ؤ چې د صوبائي حکومت لخوا د ريټائرمنټ عمر نور درې کاله غځولو سره نه يواځې په صوبه کښې د بے روزګارۍ ستونزه رامخي ته کيدلائ شي بلکې له دې سره د پرومشن عمل هم د ځنډ ښکار کيدلائ شي۔

Show More

Related Articles