چارسده: زلزلي په وخت کور چهت راپروتو پيښه کښې يو تن مړ زنانه ژوبل

چارسده کښې نن سحر وختيد  زلزلې پرمهال د کور چهت راپروتو پيښه کښې نعيم الله نومي تن او د هغه کور ودانه  ژوبل شوي ده۔ مقامي پوليس ترمخه دغه پيښه نن سحر وختي باباجي کلي کښې رامخي ته شوې ده۔

مقامي خلک وائي چي دغه کور ډير زيات زوړ وو نو ځکه د راغلې زلزلې له وجې پرتوتې او نعيم الله نومي تن پکښې مړ شوې ولې د کور وداني ملا يې ماته شوي ده۔ د پيښي ورسته مقامي خلکو دواړه ښځه خاوند ملبې نه راوستلي او ژوبل شوې زنانه يي د طبي مرستو لپاره هسپتال ته وړلې ده۔

څرګنده دې وي چي نن سحر پاو کم شپږ بجي خيبر پښتونخوا پشمول د ملک يو شمير برخو کښې د پينځه اعشاريه نهه تاو زلزله راغلې ده۔

Show More

Related Articles