ببو : په حلاله لاره مزدوري کولو کښې شرم نشته

مزدورۍ کښي نه يواځي دي د خپل خاوند سره د کور په خرڅ کښي ملا ټرلے ولي خپله کورنۍ يې د غربت نه رابهر کړي او نن سبا د شتمنۍ ژوند کوي

سي جے سلمي جهانګير

“خاوند مي ډيرغريب وو او ژوند خو کول وو، يو ورځ مي په کور کښي د زوي ځانګو ته پام شو کومه چي په بون بونلي شوي وه، هغه مي په کور کښي زوړنده کړه او د ګاونډ ماشومان مي پري په پيسو ځنګول شروع کړل او هم دغه شان مي خپل خاوند سره د ژوند په زغل کښي په مزدورۍ ملا اوتړله”
دا خبري ټي اين اين سره د وزير باغ سره تعلق لرونکي بس پري نومي زنانه کړي دي کومه چي په خپل ګاونډ کښي په ببو نوم ياديږي۔
ببو وئيلي چي دي خپل محنت مزدوري يواځي د دغه ځانګو پوري نه وه محدوده ساتلي او د دياړۍ کار يي هم کړي دي، ببو وائي چي په کور کښي د نوړه درک نه لګيدو او په خوا کښي يې د ليور کور جوړيدو نو هلته يې د مزدرو کار کوو او د ورځي دياړي به ورته ميلاويده۔
ببو زياته وي چي د ځانګو نه رو رو يې مزدوري ښه شوه نو يو ټال يې په کور کښي واچولو او د لرګي ځانګو يې د اوسپني ځانګو ته بدله شوه۔
بس پري وائي چي خاوند يې د شاودو او ماستو په يو دکان کښې مزدور وو او کوم ماسته به يې چي کور ته راوړل نو د هغي نه به يې شوملي کولے او هغه به يې په کور کښي خرڅولي د کومے اغستلو له پاره به چي د چم ګاونډ نه زنانه او ماشوم راتلل۔
هغه وايي چي په دې مزدورې کښي د خپلو څلور لوڼو  په دود دستور ي ودونه کړي۔ ځکه چي د خپل لاس حقه حلاله مزدورۍ کښي الله ډير برکت راکړي۔
دا وائي چي په کوم کور کښي دا ژوند کوي د دے کور بنيادونه هم دي کنستلي او بيا يي ډک کړي دي او د مزدرو ټول کار دي په خپله کړي دي۔
ببو وائي چي دي په کور دننه مربعه، اچار، چکه، شملے جوړي کړي او بيا د ګاونډ زنانو هم د دوي د لاس دغه جوړ څيزونه خوښ کړي او او ښه په خوشحالۍ يې دي نه په ښه بيعه اغستي دي۔
ببو وائي چي په دے مزدورۍ کښي نه يواځي دي د خپل خاوند سره د کور په خرڅ کښي ملا ټرلے ولي خپله کورنۍ يې د غربت نه رابهر کړي او نن سبا د شتمنۍ ژوند کوي۔
ببو د الله شکر ادا کولو سره وئيلي چي دي د خپلي ګټي وټي په پيسو عمره هم کړي او د الله د کور ديدار يې نصيب شوي دي۔
ببو وائي چي دا هري زنانه ته وئيل غواړي چي حلاله مزدورۍ کښي هيڅ شرم نشته۔ دا وائي چي کله هم چا د دوي مزدورۍ ته بد نه دي وئيلي او ټول چم ګاونډ کښي ورته ببو وائي او چرته چي هم چا سره ميلاويږي په دواړه لاسي سلام ورته کوي ۔
اوبيا ټولو مور پلار ته خواست کوي چي وړومبې خو په خپل بچو تعليم اوکړي او که چري وس يې نه کيږي نو څه هنر ورته ضرور ذده کړۍ ځکه چي د راتلونکي وخت نه څوک نه دي خبر هر رنګ وخت په انسان راتلي شي۔
ببو وائي چي خاوند د مرګ نه پس هم دا په کور کښي ماشومان په ټال او ځانګو کښي ځنګوي او په کور کښي ماسته او شملے جوړوي او ډير د لري لري نه زنانه او ماشومان راځي او دي نه دا اخلي۔
وائي چي زامن يې هم شته او وادونه يې ورله کړي دي خو بيا هم د کور دننه مزدوري کوي او وائي چي وړومبي يې ډيره مجبوري وه اوس بس يو کاروبار مي دي ښه ژوند په کښي تيريږي۔
ببو په مسکۍ خله وائي چي دا اوس هم په هر اختر کښي د ديرش زره روپو پورے يواځي په دے ټالونو کښي ګټي او دا پري د الله ډير شکر ادا کوي۔

Show More

Related Articles