نوښار: تېښتې نه په انکار ملزم لۀ جېنۍ ژبه پرېکړې

د نوښار سيمي نندرک کښي د کور نه په تښتيدو انکار کولو سره ملزم د دويشت کلني جينۍ ژبه پريکړي ده او د چړي په ګزارونو ي سخته ژوبله کړي ده۔

د مقامي پوليس د وينا ترمخه دا يوه تعليم يافته او پوهه جينۍ ده کومه چي محبوب نومي ملزم د کور نه په زوره ځان سره تښتول غوښتله ولي د جينۍ په انکار کولو ملزم په غصه کښي راغلے او په دي ي تشدد کړي دے۔

ملزم د زياتي کولو روسته دا راز د ښکاره کيدو د يري د نورو ملګرو په مرسته د دغي جينۍ ژبه پريکړي ده۔ او په دي ي چړي سره ګزارونه کړي د کومي له وجي چي دا سخته ژوبله شوي ده۔

ملزم محبوب دا جينۍ په وينو کښي لت پت پريښودو سره تښتيدلي دے۔

د پوليس ترمخه جينۍ په مرګوني حالت کښي ضلعي هيډ کواټر نوښار هسپتال ته منتقل کړي شوي ده کومے چي په تحريري توګه د ملزم نوم ليکلو سره پيژنګلو کړي ده د کومے روسته چي د مصري بانډے تهانړه کښي د ملزم محبوب، انضمام او درے نورو نامعلومه ملزمانو پرضد مقدمه درج کړي شوي ده۔

د مصري بانډے د ايس ايچ او وينا ده چي د ملزمانو د نيولو له پاره پوليس ځائي په ځائي چهاپے وهل شروع کړي دي او ډير زر به دوي نيولي شي۔

بلخوا د متاثره جينۍ پلار زمين خان ميډيا سره خبرو کښي وئيلي دي چي دے يو بے وسه انسان دے او ده سره يواځي عزت او د خپل خاندان نوم دے، ده سره چي کوم زياتي شوي دے حکومت او پوليس دے دوي ته انصاف ترلاسه کړي، او ملزمان دي زر تر زره اونيولي شي او دوي ته دي سخته قانوني سزا ورکړي شي ۔

Show More

Related Articles