شهباز شريف: بغير د څه ويرې او خطره ويم د کشمير سودا شوې

د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شريف ويلي دي چي دا خبره بغير د څه ويري کوم چي د کشمير سودا شويده۔ نن قامي اسمبلي ته وينا په وخت شهباز شريف وئيلي دي چي تيره ورځ د يو پلار په وړاندي لور نيولي شويده، داسي بګنونکي منظر مي له دے وړاندي کله هم نه دے ليدلے او دا چي نواز شريف او مريم نواز خپل ځان قانون ته سپارلو دپاره ملک ته راغلي وو۔

خپله ناروغه مور او پلار خپله بيماره ميرمن د لندن په اسپتال کښې پريښودي وو او ملک ته بيرته راغلي وو او دا چي تيره ورځ بدترين تاريخ تازه کړے شويدي۔

دوي اوئيل چي ځه خپل ورور او د ملک دري واري وزيراعظم سره ملاقات دپاره تلي وو، ځه د جيل باهر ادرولي شوي وم او تر نيمي ګهنټي پوري ايسار کړے شوي وم۔

شهباز شريف اويل چي ټول قام ته څرګنده ده چي نواز شريف په ړومبئ ځل نه دے ګرفتار کړے شوي او مريم هم په ړومبئ وار باندي نه ده نيولي شوي وي، او زما ټول عمر هم داسي پيښو سره تير شو، موږ وړاندي هم ظلمونه برداشت کړېدي او د عمران نيازي ظلم به هم برداشت کړو ولي سر به ورته ټيټ نه کړو۔

اپوزيشن ليډر وړاندي اويل چي څو ورځي وړاندي مودي سرکاري کشمير يو ناوړي ګام پورته کړے، ولي ځه دا خبره بغير ويري او خطري کوم چي د کشمير سودا شويده۔

دوي اويل چي د کشمير لوري ته چي کوم لاسونه پورته کيږې که هغه د مودي او يا د بل چه قام به هغه لاسونه مات کړي او دا چي د کشمير به په هر صورت کښې دفاع کولي شې۔

Show More

Related Articles