مريم نواز چوهدري شوګرملز کيس کښې دولس ورځو ريمانډ باندي نيب ته سپارل شوې

د لاهور احتساب عدالت د پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز او واراره يوسف عباس دولس ورځو جسماني ريمانډ پلټنو دپاره نيب ته سپارلي دې۔

مريم نواز او يوسف عباس تيره ورځ چوهدري شوګر ملز کيس کښې حراست کښې اغستل شويدې، دوي هغه مهال د لاهور کوټ لکهپت جيل نه نيولي شوي کله چې مريم نواز خپل پلار نواز شريف سره ملاقات کولو۔

مريم نواز او يوسف عباس نن سحر د جج نعيم ارشد په عدالت کښې وړاندې شوي وو او د جسماني ريمانډ استدعا پرې شوي وه۔

جج د ريمانډ درخواست باندي منظوري ورکولو سره مريم نواز او يوسف عباس تر يويشتم اګست پوري جسماني ريمانډ ورکړے دے۔ د کيس اوريدني پرمهال د احتساب عدالت جج په استفسار باندي نيب وکيل وئيلي دي چي مريم نواز چوهدري شوګر ملز شئير هولډر ده او د پلټنو په مهال ئي د تسلي جوابونه نه دي ورکړيدي۔

نيب څرګنده کړيده چي مريم نواز چي په کال دوه زره اته کښې کوم شئيرز اغستي وو هغه کال دوه زره پنځلس کښي نواز شريف ته منتقل کړيدې، او دے نه علاوه د يوسف عباس اکاونټ د مني لانډرنګ دپاره استعمال شويدي۔
بل لوري ته د مريم نواز وکيل د خپلي موکلي ګرفتاري باندي اعتراض کړيدي او بغير د څه جوازه ئي ګرځولي ده، دوي ويلي چي د پاکستان آئين خپلو وګړو ته تحفظ ورکوې او دا چي بغير د اطلاع يو کس نشي ګرفتاريدلي۔

Show More

Related Articles