مردان کښې د دارالامان پرانسته شوې

د خيبرپښتونخوا مردان ضلع کښې د زنانؤ لپاره جوړ شوي وداني دارالامان پرانسته شوې چې پکښي شاوخوا د دوۀ سوه متاثره شوو زنانؤ لپاره د خوارک او تخفظ سهولتونه ورکړې شوي دي۔

دې لړ کښې د مردان ضلعې ناظم احتشام خان او نائب ناظم اسد علي ويلي د ضلعې حکومت په پيسو د دارالامان ودانې جوړول د ضلعې حکومت يو غوره ګام دې۔

د پرانستې دستورې ته د وينا په مهال دواړو ناظمانو ويلي د ياد دارالامان د ودانۍ لپاره د دوۀ زره پينځلسم او شپاړسم په بجټ کښي دوۀ کروړه او اته اوويا لکه روپۍ منظور شوې وې په کوم چې د ودانۍ تعميراتي کار پوره شوے دے۔

دوي وويل د سنټرل جيل محبت آباد سره نزدې جوړ شوې دارالامان ته ډير زر متاثره شوي زنانۀ منتقل شي او د اختر نه پس به دارالامان په باقاعده توګه خپل کار شروع کوي۔

هغوئ د سي اينډ ډبليو چارواکو ته امر کړې چې په سوشل ويلفئير ډيپارټمنت کښې چې کوم سولر سسټم موجود دې هغه دې دارالامان ته راوړولې شي چې د بجلۍ ستونزه ختم شي۔

دغه مهال خبريالانو ته وينا کښې نائب ناظم اسد علي ويلي په مردان کښې د زنانؤ تخفظ لپاره دارامالان جوړول د پخواني ضلعې ناظم حمايت الله مايار کارنامه ده او دا چې د موجوده ضلعې ناظمانو په پاملرنه دا منصوبه زر تر زره پائي ته ورسيده۔

هغه ويلي له دې ترڅنګ به د يو کروړ روپو په لګښت جوړويدونکي د زنانؤ ريسورس سنټر پرانسته هم زر تر زره وکړې شي۔

Show More

Related Articles