پيښور کښې د اګست په ديارلسمه نيټه د جشن آزادۍ ګاډو ريلي ويستلو فيصله شوې

حکومت د آزادۍ ورځ په ډير جوش او جذبي سره لمانځلو لپاره د نورو دستورو ترڅنګ د اګست په ديارلسمه نيټه پيښور حيات آباد کښې د ګاډو ريلي ويستلو فيصله کړې ده۔

د ټي اين اين رپورټ ترمخه د ماضي په رنګ دا ځل به هم د آزادۍ په دستوره کښې د آتش بازۍ سره سره د نورو شعبو او لوبو پروګرامونه هم ترتيب شوي دي۔

دغه پروګرام د سټي ډسټرکټ ګورنمنټ، پي ډي اے او ډي ايس او پيښور په مرسته ترسره کيږي چې له مخي به يي د اګست په ديارلسمه نيټه ماښام پينځه بجې حيات آباد سپورټس کمپليکس کښې د ګاډو ريلي شروع کيږي او دغه ريلي کښې به د بېلابيلو شعبو سره تعلق لرونکي خلک او عام وګړي ګډون کوي۔

دې لړ کښې د پيښور د لوبو ضلعې افسر جعفرشاه ويلي چې په ريلي کښې برخه اخستونکي موټرې به په ښه ډول سنګارولې شي او په ښه سنګار شوي ګاډو به انعامونه ورکولې شي۔

له دې ترڅنګ دستوره کښې د پيښور ډپټي کمشنر علي محمد اضعر او اسسټنټ کشمنره ساره د خصوصي ميلمنو په توګه ګډون کوي څوک چې به د ګاډو په ريلۍ کښې برخه اخستونکو کسانو کښې انعامونه ويشي۔

Show More

Related Articles