مردان کښې دولس کلنه سونيا وژل شوي، مور يي په ګاونډۍ دعوي کوي

د مردان ضلعې ګړي کپوره بټګرام لختي سره نزدې نامعلومه کسانو دولس کلنه ماشومه وژلې او مړې يي د کور سره نزدي وني پوره زوړند کړےدے۔

د پوليس ترمخه د وژل شوي دولس کلني سونيا کورنۍ ويلي چې د جمعي په ماښام سونيا ناڅاپي ورکه شوې او څو ساعتونو پس د هغي مړې کور سره نزدې موندلې شوې دې۔

کورنۍ وايي چې د نامعلومه کسانو لخوا د سونيا غاړې ته پړې اچول شوې او هغه په وني پوري زوړنده شوي ده۔

د ريسکيو چارواکي وايي د پيښي خبر ترلاسه کيدو سره دوي د سونيا مړې هسپتال ته وړلې چرته چې ډاکټر د هغي د مرګ پخلي کړے دے۔

بلخوا پوليس وايي چې د سونيا مور دعوي کړي چې د هغي لور ګاونډۍ وژلي ده ولي چې هغې به چې کله هم د ګاونډې سره په څه خبره جنګ جګړه وکړه نو هغي به ورته د لور د وژلو دهړکه ورکوله۔

پوليس د سونيا د مور په رپورټ د هغوي ګاونډۍ او د هغي دوۀ زامن نيولي دي د چا نه چې پلټني رواني دي۔

Show More

Related Articles