ټوله خيبرپښتونخوا کښي د نور باران وريدو امکان

د موسمياتو محکمے ترمخه راتلونکي شواروز کښي ټوله خيبرپښتونخوا کښي د نور باران وريدو امکان څرګند کړي شوي دے۔

د محکمے وينا ده چي تيره شپه هم د صوبے زياتره سيمو کښي باران شوي د کومے ترمخه چي مالم جبه کښي يوسل يو ديرش ملي ميټر،مردان يوکم شپيته ملي ميټر،بالاکوټ کښي پنځوس ملي ميټر،بنو کښي يوديرش ملي ميټر،سيدو شريف کښي ديرش ملي ميټر،کاکول کښي اوويشت ملي ميټر او بره دير کښي يويشت ملي ميټر باران ريکارډ کړي شوي دي۔

نن پيښور کښي د حرارت کمه درجه دريويشت او زياته اووه ديرش ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړي شوي ده، هوا کښي نمي اته اتيا فيصدي ده۔

Show More

Related Articles