تورغر کښي د کمرو راخويدو سره سړک بند، اولس مشکلاتو سره مخ

سي جے رب نواز

تورغر کښي د باد سلۍ سره د باران او کمرو خويدو په نتيجه کښي يوشمير لارے بند شوي دي چي له وجي ي اختر له خپلو پلارنۍ سميو ته تلونکي مشکلاتو سره مخ شوي دي۔

د ټي اين اين د نمائنده ترمخه د تور غر پوليس په خپله مرسته روډونه پرانستلو کښي بوخت دي ولي د متعلقه محکمے مشنيري چرته هم په نظر نه راځي۔

د ځائي اولس ترمخه تير څه ورځو راهسي طوفاني بارانونو په تور غر کښي تباهي کړي ده، يو شمير کورونو ته زيان رسيدلے او د کور ديوالونه ړنګ شوي دي۔

د رزيعو وينا ده د تور غر ګنړشمير روډونه هم د لينډ سلائيډنګ په وجه بند شوي دي۔ منګري کميسرروډ،دربند تهاکوټ روډ،ډوبامداخيل روډ، او بسي خيل کښي يو شمير سړکونو د بنديدو خبر رامخے ته شوي دي کوم چي مين شاهراه دي۔

د نمائنده ترمخه د اختر له پاره ځائي خلقو ته د خوراک څښاک او نور ضروري سامان راوړولو کښي مسلے رامخے ته دي ځکه چي تور غر کښي دننه يو لوئي بازار هم نشته۔

د شانګلے او تورغر ترمينځ د تلو راتلو يواځنۍ لاره پل ده کومه چي د پشکال بارانونو په وجه خطرناکه شوي ده او ضلعي انتظاميه پري ځان غلي کړي دي۔

ځائي اولس حکومت ته خواست کړي دي چي د دے بند سړکونو پرانستلو له پاره دي ګامونه پورته کړي شي۔

بل اړخ ته د تور غر ډاډم خيل سره نزدي يو پوليس محرر د لينډ سلائيډنګ د پيښے ښکار شوي او په حق رسيدلي دے۔ د زريعو ترمخه د کاروړ محرر فاضل خان په موټر سائيکل روان وو چي په لاره کښي د لينډسلائيډنګ ښکار شو او په ځۍ مړ شوي دے۔

Show More

Related Articles