کوهستان: ټريفکي پيښه کښې کوز دير سره تعلق لرونکي شپږ کسان مړه

کوهستان پوليسو د وينا ترمخه نن ماسپخين پيښۀ د تيز سپيډ له امله هغه وخت رامخي ته شوي  کله چي په قراقرم سړک سخت باران وريدو وو او د خويدو ويره ډيره وه

 د ګلګت نه کوز دير ثمر باغ ته تلونکے موټر په ضلع کوهستان کښې په قراقرم سړک د جانچيل په مقام جورے کندے ته پريوتي ده چي په نتيجه کښې ئي د يو ماشوم پشمول شپږ کسان مړه شويدي۔

د کوهستان پوليسو د وينا ترمخه نن ماسپخين پيښۀ د تيز سپيډ له امله هغه وخت رامخي ته شوي  کله چي په قراقرم سړک سخت باران وريدو وو او د خويدو ويره ډيره وه۔

د پيښې اطلاع ترلاسه کيدو سره سم مقامي اولس او پوليس د حادثے ځائے ته او راسيدل او په خپله ئے د مړو راويستو کار شروع کړو۔ مړي د کوز کاهستان تحصيل هيډ کوارټر هسپتال پټن ته وو راساولے شول۔ چرته نه چه خپلے علاقے ته روان کرے شول۔

د کوهستان پوليس د وينا ترمخه د مړه شوي تنانو تعلق د کوز دير ثمر باغ سيمے سره ښودل کيږې، او دے کسانو په ګلګت کښې کاروبار کوو او د لوئے اختر دپاره کلي ته روان ول۔

Show More

Related Articles