مردان کښې طوفاني بارانونو له امله دري کسان مړه شويدې

د کاټلنګ چهرجوړ نهر کښې خان ولي او نرشک نهر کښې قاسم نومي ځوان د ميانو ښکار په مهال ډوب شويدي او دا چي د دواړو مړي راوستل شوي او ورثاوو ته سپارل شويدې

د مردان کلپاني نالي پشمول نورو نهرونو کښې د سيلاب له امله مختلفو سيمو کښې اوبه داخل شوي چي له وجي دري کسان اوبو کښې ډوب شويدې۔

د رسکيو ۱۱۲۲ مردان وياند ترمخه د کاټلنګ چهرجوړ نهر کښې خان ولي او نرشک نهر کښې قاسم نومي ځوان د ميانو ښکار په مهال ډوب شويدي او دا چي د دواړو مړي راوستل شوي او ورثاوو ته سپارل شويدې۔

بل لوري ته ډانګ بابا سره نزدي کلپاني کښي سيلاب په وخت  لرګي را نيولو په مهال دري ديرش کلن جميل نومي کس ډوب شويدي د چه لټون دپاره چي ريسکيو اهلکارو هلي ځلي پيل کړيدي۔

ريسکيو چارواکي وائي چي ډاګي کوچي اباد، حاجي کورونه بغداره، تخت بهائي، سنګ مرمر، کاټلنګ او رستم پشمول نورو سيمو کښې هم امدادي هلي ځلي دوام لري، او مشندري د لاري د کورونو نه سيلابي اوبه راوستل کيږې او متاثره خلک محفوظه ځايونو ته منتقل کيږې۔

Show More

Related Articles