سب ډويژن بيټني کښې درې ماشومان اوبو کښې ډوب شوي

د پخواني ايف آر لکي او اوسني ټرائبل سب ډويژن بيټني کښې د ډوبيدو دوۀ بېلا بيلې پيښې رامخې ته شوي چې له امله يي درې ماشومان مړۀ شوي دي۔

د مقامي ذرائعو ترمخه وړومبۍ پيښه د بيټني په شادي خيل سيمه کښې هغه مهال رامخې ته شوې کله چې دوۀ غبرګې شوي خوئيندو په ډنډ کښې د لامبلو په وخت ډوب شوي دي۔

ذرائعي وايي د درې کلنې عميره او درې کلنې سميره مړي مقامي خلکو په خپله مرسته د اوبو نه ويستلي او مړي يي کورنۍ ته سپارلي دي۔

بلخوا دويمه پيښه بائيګان کښې رامخې ته شوې چې پکښې څلور کلن ضياءالله په سيلابي نالۍ لاهو شوې او د ضياءالله مړې مقامي خلکو د اوبو رايستلو سره خپلو وارثانو ته ورکړے دے۔

Show More

Related Articles