مردان : د اتوار په شپه د بے درکه شوې څلور کلنې ماشومې مړې موندل شوې

رحمت الله څلور کلنه لور اقرا د تير شوي اتور په ماښام له کوره نکريزو پسې دوکان ته وتلې وۀ چې بيرته کور ته نه ده راغلي

د مردان ضلعې په لرې پرته سيمه جانباز نرے کلي کښې د لوے اختر نه يو ورځ وړاندې د بے درکه شوې څلور کلنې ماشومې مړې موندل شوے دے۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د جانباز نرے کلي اوسيدونکي رحمت الله څلور کلنه لور اقرا د تير شوي اتور په ماښام له کوره نکريزو پسې دوکان ته وتلې وۀ چې بيرته کور ته نه ده راغلي او بے درکه شوې۔

د اقرا بے درکه کيدو نه پس د کور خلکو په هغې پسې لټون شروع کړې او چې هيڅ درکه يي نه دې لګولې نو د صدر په تاڼه کښې يي د هغې د بے درکۍ رپورټ درج کړے دے۔

نمائنده وايي تيره ورځ د کور خلکو ته ماښام د اقرا خراب شوې مړې ترلاسه شوې کوم چې د هغوئ د کور په خوا کښې د ګنو په پټو کښې پروت ؤه۔

د مړې ترلاسه کيدو نه پس هغه د پوسټ مارټم لپاره د مردان ميډيکل کمپليکس ته منتقل شوے دے۔

د مقامي خلکو ترمخه هغوئ په وړومبۍ ورځو دغه ټول پټي لټولي ؤ خو د کوم پټي نه چې د ماشومې مړې موندل شوې په دغه ورځ هغه پټي له اوبه ورکړې شوې وي نو ځکه دغه نه ؤ لټول شوې۔

بلخوا د هسپتال ذرائع وايي د پورسټ مارټم په مهال د مړې د وجود نمونې د تجربے لپاره ليبارټرۍ ته ليږل شوي او د مردان ډي پي او وايي د ليبارټرۍ د رپورټ نه پس به د اصلي صورتحال پته لګي۔

ياده دي وي چې د څلور کلنې ماشومې اقرا پلار د مزدورۍ لپاره سعودي عرب ته تللې او هلته ميشت دے۔

Show More

Related Articles