محکمه : د باران سره په ملاکنډ او هزاره کښې د زمکي خوئيدو انديښنه ښودل شوې

د پيښور په هغه سيمو کښې د سيلاب راتلو ويره هم شته کومي چې اوبو ته نزدې دي

د خيبرپښتونخوا د نورو سيمو ترڅنګ سرښار پيښور کښې هم نن سحر باران وريدلې چې ورسره د روانۍ ګرمۍ زور مات شوے دے۔

د خيبرپښتونخوا د موسمياتو محکمې ترمخه راتلونکي څلريشت ساعتونو په مهال ټوله صوبه کښې د نور باران وريدو امکان هم څرګند شوے دے۔

محکمه وايي د باران سره سره په ملاکنډ او هزاره کښې د زمکي خوئيدو انديښنه ښودل شوې ولې د پيښور په هغه سيمو کښې د سيلاب راتلو ويره هم شته کومي چې اوبو ته نزدې دي۔

محکمې زياتوي تيره شپه هم د صوبې په ځينو برخو کښې باران شوي چې پکښې په مالم جبه کښې دوۀ ملي ميټره او تحت بايي کښې يو ولې نن سحر شبقدر کښې درې ملي ميټره باران ريکارډ شوے دے۔

محکمې دا هم وايي نن پيښور کښې د حرارت کمه درجه شپږويشت ولي زياته اته ديرش ډګري سينټي ګريډ ريکارډ شوې ده۔

Show More

Related Articles