مردان کښې يو زلمي د خوښي د رشتې نه په انکار په مبينه توګه ځان وژلې

يو هلک او جينۍ دواړو ته د خوښې واده کولو حق مذهب او قانون دواړه ورکوي خو له بده مرغه زمونږ معاشره د دې خبرې اجازه نه ورکوي

عبدالستار

د خيبرپښتونخوا مردان ضلع کښې يو زلمې د خوښې جينۍ سره په رشته نه کيدو د زهرو ګولۍ خوړلې او په مبينه توګه يې ځان وژلے دے۔

د مقامي ذرائعو ترمخه د محب باڼډې پينځويشت کلن حبيب الرحمن نن د اګست په شپاړسمه نيټه هغه وخت ځان وژلې کله چې د هغه د خوښې جينۍ مور پلار خپله لور هغه ته د واده کولو نه انکار وکړو او د هغه مور د حيب الرحمن رشته د هغه د خؤښې په ضد بل ځاې وکړه۔

ذرائعي وايي چې حبيب الرحمن په مبينه توګه د زهرو ګولې خوړولې او ځان يي وژلې دې۔

ياده دي وي چې ځان وژونکې خلک زياتره هغه زهريلي ګولۍ خوري کومې چې په غنمو کښې د چينجو مړۀ کولو لپاره ايښودلې کيږي کومې چې په بازار او زرعي دوکان کښې خرڅيږي۔

دا هم د يادوني ده چې څو ورځې وړاندې يوې مور خپل ځان او دوۀ  بچو لپاره د زهرو ګولۍ په شربت کښې ورګډې کړي او څښلي يي دي چې له وجې يي زنانه مړه او ماشومان بچ شوي وو۔

مقامي ذرائعي زياتوي چې د مردان اولس د متعلقه محکمې نه غوښتنه کړې چې بايد دې لړ کښې کوټلي ګامونه پورته کړي او په بازار کښې په ښکار خرڅيدونکي زهريلي ګولو باندې دې بنديز ولګوي۔

بلخوا په زلمو او پيغلو کښې د ځان وژني پيښو په اړه د خيبرپښتونخوا سئينير ډاکټر ايوب روز ټي اين اين ته وويل ” د ځان وژنې پيښو کښې کلتور او معاشي اثرات شامل دي، مور پلار ټول عمر د خپل بچو لپاره ښه غواړي خو زمونږ په ټولنه کښې د مور پلار واک او خپله خوښه مسلط کولو د يو پخوانې رواج دې، مور پلار بايد په دې مامله کښې ډير د احتياط نه کار واخلي او د هلک او جينۍ دواړو ودونه دې د هغوئ د خوښي او د اسلام د تعليماتو په رڼا کښې وکړي”

هغه وويل يو هلک او جينۍ دواړو ته د خوښې واده کولو حق مذهب او قانون دواړه ورکوي خو له بده مرغه زمونږ معاشره د دې خبرې اجازه نه ورکوي که چرې مونږ د خپل زوي او لور رشته د هغوئ د خوښي نه بغير کوو نو پداسې حال کښې اکثره هلکان او جينکۍ د ډيپريشن ښکار شي او هغوئ خودکشي کوي۔

ډاکتر ايوب روز وويل مور پلار له پکار دي چې د خپلو بچو په ناسته ولاړه نظر وساتي او د هغوي نه دې په واده او بل کوم کار کښې د هغوئ خوښې ضرور وپوښتلې شي ولې چې نن سبا په ځوان کول کښې تر ډيره حد شعور راغلي او هغه د دې قابل شوي چې خپلې فيصلې په خپله وکړي۔

Show More

Related Articles