پبي کښې غلاګرو د نيشنل بينک نه دوۀ کروړه روپۍ لوټ کړي

د نوښار ضلعې تحصيل هيډ کواټر پبي کښې نامعلومه غلو د شپې په تياره کښې د نېشنل بينک مين برانچ څخه دوۀ کروړه روپۍ وړلي دي۔

د پوليس ترمخه غلاګرو تيره شپه د نيشنل بينک په شاتني ديوال مات کړې او بينک ته ننوتي او له بينک نه يي دوۀ کروړه روپۍ او کمپوټر له ځانله سره وړي دي۔

پبي کښې دا د غلا دويمه لويه پيښه ده له دې وړاندې هم ايم سي بي برانچ غلاګرو لوټ کړې ؤ او دا چې ورځ تربله د غلا په پيښو کښې د سيواوالي له وجې په مقامي خلکو کښې ويره ترهه خپره شوې او پوليس هم د غلاګرو په نيولو کښې ناکامه شوي دي۔

بلخوا پوليس په د نېشنل بينک څوکيدار نيولې او د پلټنو لپاره يي د پبي تاڼي ته منتقل کړے دے۔

له دغه پيښې نه پس د ضلعې پوليس افسر کيپټن (ر) منصور امان پبي نېشنل بينک دوره کړې او د حالاتو جائره يي اخستې ده۔

هغه دغه مهال د پلټنو لپاره د ايس پي افتخار شاه په مشرۍ کښې ټيم تشکيل کړې او د ټريس له لارې يي د ملزمانو د نيولو احکامات جاري کړي دي۔

Show More

Related Articles