چارسده : د يوې مور دريو بچو په قتل کښې ککړ ملزم نادر خان نيول شوې

د ملزم نادر خان دوۀ نور ملګري هم په دغه قتل کښې ککړ دي او دوي په شريکه د مئ په پينځه ويشتمه نيټه د يوې مور درې بچې وژلي وو

د مردان ډي آئي جي محمد علي خان ويلي د عمرزئ د يو کورنۍ درې وروڼو په قتل کښې ککړ مرکزي ملزم نادر خان نيول شوے دے۔

نن د اګست په اوولسمه نيټه جي آئي جي د ډي پي او په دفتر کښې د پريس کانفرنس په وخت ويلي چې په عمرزو کښې د دريو وړونو قتل کونکې او بيا کوالالمپور ته تښتيدونکي مرکزي ملزم نادر خان په ملايشيا کښې د انټرپول له لارې نيولې شوې او نن چارسدې ته راوستلې شوے دے۔

هغه وويل د ملزم نادر خان دوۀ نور ملګري هم په دغه قتل کښې ککړ دي او دوي په شريکه د مئ په پينځه ويشتمه نيټه د يوې مور درې بچې وژلي وو۔

د ډي آئي جي په وينا دغه قتل کيس کښې نامزد دوۀ ملزمان پوليسو وړاندې ګرفتار کړې او نن مرکزي ملزم هم پوليس په خپله ولقه کښې اخستې دې۔

د پريس کانفرنس په وخت د مردان ډي آئي جي محمد علي خان وويل دا د خيبرپښتونخوا پوليس لپاره يو ټيسټ کيس ؤ په کوم کښې چې د خيبرپښتونخوا پوليس کامياب شوي او د متاثره شوې کورنۍ سره کړې وعده يي پوره کړې ده۔

هغه وويل نيول شوي ملزم نادر خان به نن د ترهه ګرۍ د مخنيوي عدالت ته وړاندې کولې شي او د جسماني ريمانډ نه پس به په پوليس او حساس ادارو اهلکارو مشتمل جے آئي ټي د دريو واړو ملزمانو نه پلټني کوي۔

Show More

Related Articles