وزيراعلي محمود خان صوابۍ کښې د اتلا ډيم د تعميراتي کار پرانسته کړې

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان صوابۍ ته دورې ورسته هلته د اتلا ډيم د تعميراتي کار پرانسته کړې ده۔

ګدون کښې وزيراعلي محمود خان د ډيم تيګه ايښودې او دغه مهال يي دستورې ته وينا کړې چې پکښې هغه ويلي د ډيم په جوړيدو به شاوخوا پينځلس سوه اووۀ اوويا ميلونه روپۍ لګښت راځي او دا ډيم به دوۀ کالو کښې سر ته رسي چې به پکښې شاوخوا څلور سوه پينځه اتيا ايکړ فوټه اوبه ځاې کولې شي۔

هغه دا هم وويل چې ډيم ته د تګ راتګ لپاره دوۀ نيم کلو ميټره اوږد سړک هم جوړولې شي او د اوبو د رسيدو لپاره به په مځکه کښې اته شپيته کلو ميټره اوږد پائپ غوړولې شي۔

وزيراعلي محمود وويل د ډيم جوړښت سره به په سيمه کښې ځوانانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي او له دې ترڅنګ به د پينځه څلويښت زرۀ نه سيوا کلي او خلک د دې ٖډيم نه ګټه واخلي چې به ورسره نه يواځي د څښلو د اوبو ستونزه ختمه شي بلکې په مځکه کښې دننه د اوبو کچه به هم لوړه شي۔

په دې موقع اعلي وزير محمود خان ګدون کښې د هسپتال او د زنانو لپاره د کالج پشمول د دوۀ هائير سيکنډري سکولونو د جوړولو اعلان کړې دې۔

په خپلو خبرو کښې هغه زياته کړې چې د کشمير په ستونزه کښې د خيبرپښتونخوا حکومت او اولس د وزيراعظم عمران خان او پوځ سره ولاړ دے۔

Show More

Related Articles