متاثره کورنۍ : د کوز دير پوليس د ملزم د بچ کولو هڅه کوي

د کوز دير ډهنډو شاه سيمه کښې په يوه ورځ د څلورو کسانو جنازې پورته کونکي متاثره کورنۍ تور لګولې چې پوليس د ملزم سرپرستي او د هغه د بچ کولو هڅه کوي۔

د متاثره کورنۍ ترمخه پوليس خو مرکزي ملزم نيولې خو اوس د هغه بچ کيدو لپاره په هغه کراس ايف آئي ار درج شوې دې۔

هغوئ وويل ملزم سراج، رحمت شاه د هغه زوې حميدالله او دوۀ نمسي رياض او اسماعيل پخپله حجره کښې دننه په ډزو وژلي دي۔

د متاثره کورنۍ په وينا ملزم سراج د وژل شوو کسانو څخه د اووۀ لکه روپو په بدل کښې د سود سره پنځوس لکه روپۍ غوښتلې خو ولي په عدالت کښې هم دوي هغه کيس ګټلے ؤ او د هغې باوجود ملزم سراج خان د دوي د کورنۍ رحمت شاه اغوا کړې ؤ۔

دوي وويل کله چې رحمت شاه خپل زوي حميدالله ته په ټيلي فون ټوله قيصه تيره کړه نو هغۀ د رپورټ لپاره پوليس تاڼې ته لاړو چرته چې په موقع موجود پوليس اهلکار هغه ته وويل تاڼه کښې موبائل وئن نشته۔

کورنۍ وايي له دې ورسته چې کله حميدالله د خپلو دوۀ زامنو سره د خپل نيکه بچ کولو لپاره د ملزم حجرے ته لاړ نو هلته پرې پرله پسې ډزي شوي او څلور واړه وژل شوي دي۔

په دغه ډزو کښې د ملزم په ګولۍ د هغه رور طارق هم وژل شوي او بل رشته دار شيرافضل ژوبل شوے دے۔

بلخوا د ټي اين اين لخوا د بره دير ډي پي او عارف وزير سره په دې اړه د خبرو لپاره اړيکه نيول شوي خو ولي ډي پي او په دې اړه د خبرونو کولو نه بښنه غوښتلي ده۔

متاثره کورنۍ د وزيراعظم عمران خان او خيبرپښتونخوا آئي جي نه د معامله د شفاف انکوائرۍ او د انصاف غوښتنه کړې ده۔

Show More

Related Articles