“د انتظامې د مرستې بغير مو خپل مړې د سيند نه راوباسلي “

د خيبرپښتونخوا سوات ضلعې فضا ګټ کښې پينځه ورځې وړاندې د يوې ټرافيکي پيښې په نتيجه کښې په ډوب شوو مزدورانو کښې د آخري مزدور مړے هم راوستل شوے دے۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د نهې په ورځ فضاګټ کښې د يو ډرائيور څخه ټرک بے قابو شوې او لاندې سيند ته لويدلې چې له امله يي په ټرک کښې سوارۀ پينځه کسان ډوب شوي چې پکښې د ډرائيور او کلينډر پشمول درې ژوندې راوستل شوي ولي دوه نور مزدوران ډوب شوي دي۔

ذرائعي وايي د مړۀ شوو دواړو مزدورانو تعلق د يوې کورنۍ سره ښودل شوي چې پکښې د سيند نه د يو مزدور ارسلان مړې د پيښې نه يو ورځ پس ولي د بل مزدور وزير مړې تيره ورځ راوستل شوے دے۔

د مړو شوو کسانو کورنۍ او د مقامي خلکو ترمخه ريسکيو آپريشن کښې د انتظامې او متعلقه چارواکو لخوا د دوي سره څه ډول مرسته هم نه ده شوې۔

هغه وايي مونږ د عام اولس د بټ خيلې سول ډيفنس او تيمره ګرې سول ډيفنس ډير منندويه يو چې د مړو په راوستلو کښې راسره مرسته وکړه۔

Show More

Related Articles