نوښار کښې د پينځه کلنې ماشومې سره د جنسي زياتي هڅه شوې

د خيبرپښتونخوا نوښار ضلعې مياعيسي خيل سيمه کښې يو تن د پينځه کلنې ماشومې سره د جنسي زياتي ناکامه هڅه کړې او د ماشومې پلار د پوليس اعلي چارواکو نه غوښتنه کړې چې هغه ته دې انصاف ورکړې شي۔

د نوښار پوليس ترمخه پينځه کلنه روشن د خپل کلي يو دوکان ته د خوږو اخستو لپاره تلې وۀ چې دوکاندار ملزم زمروز هغه په زور دوکان ته دننه کړې او د جنسي زياتي کولو هڅه يې کړې خو ولي دغه مهال د ماشومې په ژړا او چغو ملزم هغه پريښودې او دوکان بندولو سره تيښيدلې دې۔

پوليس وايي روشن په ژړا ژړا کور ته ورغلي او د کور خلک ېې خبر کړې او دا چې کله د ملزم د ناوړي کار نه خلک خبر شوي نو هغۀ د روشن په پلار حمله هم کړې ده۔

متاثره شوي ماشومه د ميډيکل لپاره د نوښار ضلعې هسپتال ته وړل شوې او د بدن نمونې يې د ليبارټرۍ او د پيښور خيبر ميډيکل کالج ته ليږلي شوي دي۔

بلخوا د ماشومې پلار او ترۀ د مصرې باڼډې په پوليس تور لګولې چې دوي د ملزم بچ کولو هڅه کوي او په مقدمه کښې يي د ملزم په ضد کمزرېدفعې شامل کړې دي۔

هغوئ ويلي پوليس د ملزم بچ کولو په سازشونو کښې بوخت دي او په مونږ د جرګې د لارې د فشار اچولو هڅه کيږي۔

بلخوا د مصري بانډه پوليس وايي د مقدمې درج کيدو نه پس د ګرفتارۍ څخه بچ کيدو لپاره ملزم د نوښار عدالت نه د ګرفتارۍ ضمانت اخستې دې۔

د متاثره شوي ماشومې مور او پلار دهړکه ورکړې چې د هغوئ د فرشتي په رنګه لور سره د بدفعلۍ هڅه شوې او که دوي ته انصاف ورنکړي شو او د ماشومان پشمول به ځان ته اور ولګوي۔

د روشن پلار د حکومت پشمول د چيف جسټس اف پاکستان او پوليس اعلي چارواکو نه د شفاف پلټنو او انصاف غوښتنه کړې ده۔

Show More

Related Articles