کيلاش اولس چارواکو ته خپلي ستنځي په ګوته کړي

کيلاش وادي ته الله ډېر خائست بخلي دي ولي دلته د بلدياتو محکمي لخوا د صفائي هيڅ نظام نشته دے او هم دغه وجه ده چي علاقه ورځ تر بلي ګنډا کيږې

د چترال ضلعې انتظامي د اولس ستنځو هواري دپاره کيلاش وادي بمبوريت کښې کهلي کچهري کړيده چي پکښې د سيمي اولس د سرکاري محکمو پرضد خپل شکايتونه وړاندي کړېدې۔

نن شوي کهلي کچهري کښې د چترال ډپټي کمشنر پشمول ټولو سرکاري محمکو آفسرانو او کيلاش قبيلي نه د صوبائي اسمبلي غړي وزيرذاده او بلدياتي نمائينده ګانو ګډون کړيدې۔

د غونډي پرمهال د کيلاش وادي مسلمانو او کيلاشيانو په ګډه سره ضلعې انتظامي ته خپلي ستنځي راپورته کړيدې، دوي وئيلي دي چي سيمي ته هر کال ګڼ شمير کښې سيلانيان راځې ولي دوي دپاره هيڅ قسمه آساني نشته دي کومي له امله چي سيلګري ته ډېر ستنځي ورپيښې وي۔

دوي اوئيل چي کيلاش وادي ته الله ډېر خائست بخلي دي ولي دلته د بلدياتو محکمي لخوا د صفائي هيڅ نظام نشته دے او هم دغه وجه ده چي علاقه ورځ تر بلي ګنډا کيږې او د کومي له وجي چي د ملک بدنامي کيږې ځکه چي کيلاش وادي ته د باهر هيوادونو نه هم ډېر سيلانيان را درومي۔

د سيمي مشرانو ډپټي کمشنر ته اوئيل چي سيمه کښې خه په څرګنده باندي منشيات استعماليږې چي په نتيجه کښې ئي د سيمي ځوان کل نشنيان شويدي، دوي تور پوري کړو چي منشيات خرڅونکو ته د پوليس مرسته ترلاسه ده او د ځنې خلک دا شکايت هم کوي چي اکثره د پوليس ګاډو کښې د منشياتو سمګلنګ کيږي۔

د کهلي کچهري په موقع پخواني ناظم بهرام شاه کيلاش شکايت اوکړو چي له دوي په دور کښې صوبائي حکومت ضلعي ته يولس فور ويل بليډ واله ټريکټري ورکړي وي چي پکښې يو د کيلاش وو او دا چي د ضرورت په وخت به پري لاري ګودري صفا کيډلي ولي اوس دغه ټريکټري غيب شويدي۔

په دے مهال صوبائي اسمبلې غړي وزير ذاده اوئيل چي د سيمي روډونه نيشنل هائي وے اتهارټي ته سپارل شوي او د څلور اربه روپو په لګخت به روډونه جوړولي شې۔ ډپټي کمشنر د غونډي ګډون والو ته اوئيل چي د سيمي ټولي ستنځي به په ځانګړې توګه حل کولې شې او چي د کولو سرکاري محکمو پرضد شکايات راغلي د هغوي پرضد به ګامونه پورته کولي شې۔

Show More

Related Articles