صوابي کښې د پوليو څاڅکو له امله په مبينه توګه يو نيم کال ماشومه مړه، پوليو چارواکو ترديد

ضلعې صحت آفسر نياز محمد ويلي دي چي د پيښې ورسته د صحت محکمي ټيم په څارنه کښې د ماشومي مړي پوسټ مارټم دپاره پيښور ته منتقل کړے شويدي

  د صوابي سليم خان کلي کښې په مبينه توګه پوليو قطرو له امله د يو نيم کال ماشومه مړه شويده ولي پوسټ مارټم رپورټ ترمخه د ماشومي مرګ مري کښې د مونګ پهلي انختو د وجي شويدي۔

د عروشه نومي ماشومي پلار تور پوري کړيدې چي کوم ساعت ماشومي ته د پوليو وائرس نه بچ کيدو څاڅکي ورکړے شو نو حالت ئي خراب شو او هسپتال رسول په وخت ئي لاره کښې ساه ورکړۀ۔

بل لوري ته ضلعې صحت آفسر نياز محمد ويلي دي چي د پيښې ورسته د صحت محکمي ټيم په څارنه کښې د ماشومي مړي پوسټ مارټم دپاره پيښور ته منتقل کړے شويدي۔

پوسټ مارټم رپورټ ترمخه د ماشومي مرګ د پوليو قطري نه بلکه مري کښې د مونګ پهلي انختو له امله شويدي۔

ياده دے وي چي د صوبي نورو برخو پشان صوابي ضلعي څوارلس يونين کونسلو کښې د پوليو وائرس پرضد دري ورځنې مهم روان دې۔

بلخوا د پوليو دپاره وزيراعظم فوکل پرسن بابر بن عطا د سماجي رابطو ويب پانړي باندي له دے خبري ترديد کړېدې او ويلي دي چي د ماشومي مرګ د مونګ بهلو خوړلو په وخت ساه بنديدو نه شويدې۔ دوي ويلي دي چي اولس دے د دروغو افواګانو پسي نه ځي او خپلو ماشومانو ته پوليو وائرس نه بچ کيدو قطرو ورکولو سره دي مهم کامياب کړي۔

دوي کلي دي چي متعلقه ادارو په منفي پروپيګنډا کولوو باندي د سوشل ميډيا ځنې پانړو بلاک کولو سفارش کړيدې۔

 

Show More

Related Articles