خيبر پښتونخوا حکومت د صوبي ۳۱۵۰ قيمتي نوادرات بيرته راوړلو فيصله کړيده

د صوبي قيمتي نوادرات د ملک مختلفو ميوزيم کښې موجود دي د کومي بيرته راوړلو دپاره سمري استولي شويده او د انټر پراونشل کميټي سره دے لړ کښې رابطه شويده

خيبر پښتونخوا حکومت ټول ملک نه د صوبي دري ۳۱۵۰ قيمتي نوادرات بيرته راوړلو فيصله کړېده۔ ټي اين اين همکار ترمخه سنئير وزير عاطف خان په مشرانه کښې په دے اړه يوه غونډه شويده چي پکښې د آثار قديمه چارواکو ګډون کړيدي، غونډه کښې د نورو اته نوې سائټس محفوظ جوړولو او دے نه علاوه نوري مهمي پريکړي کړېدي۔

د غونډي ورسته ميډيا غړو سره خبرو کښې عاطف خان وئيلي دي چي د صوبي قيمتي نوادرات د ملک مختلفو ميوزيم کښې موجود دي د کومي بيرته راوړلو دپاره سمري استولي شويده او د انټر پراونشل کميټي سره دے لړ کښې رابطه شويده۔

سنئير صوبائي وزير ترمکۀ د نوې سائټس منصوبه باندي به ۵۰۰ ملين روپې لګخت راځي او د نړوال بنک په مرسته سره به دا منصوبه شروع کولي شي او صوبه کښې موجود آرکيالوجيکل سائټس باندي جوړي کړے شوي ويډيوز به د مختلفو هيوادونو ته استولي شي۔

سنئير وزير دا هم اوئيل چي له دے ګامونو پورته کولو مقصد مذهبي سيلګري ته وده ورکول دي کوم نه چي به نه صرف آمدن کښې اضافه وو شي بلکه د مختلفو ملکونو خلک به يو بل ته نژدي راشي۔

عاطف خان د ۵۰ کروړه روپو په لګخت دولس سائټس ته ترقي ورکولو او محفوظ ساتلو منصوبي باندي کار تيزولو امر کړېدي۔

Show More

Related Articles