قبائلي ضلعو او بلوچستان کښې د لسم تعليم ويړيا شوې

علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د خېبرپښتونخوا قبائلي ضلعو او بلوچستان کښې د زده کړې ترلاسه کولو خواهش لرونکو کسانو څخه د ميټرک په پروګرام کښې د ويړيا داخلې اخستو لپاره تر شلم سمپټبر د داخلې فارم ترلاسه کولو فيصله کړې ده۔

د يونيورستې لخوا امر شوې چې د قبائلي ضلعو او بلوچستان خواهش لرونکې زده کونکې کولې شې چې په خپله سيمه کښې د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ د نزدې دفتر سره اړيکه ونيسې او معلومات ترلاسه کړي۔

دې لړ کښې د يونيورسټۍ وائس چانسلرز پروفيسر ډاکټر ضياءالقيوم د دې دواړو سيمو زده کونکو ته تر شلم سپټمبر پورې د فارم جمع کولو اجازات ورکړې او ويلي يي دي چې د پوهتون د دې ګام مقصد د پسمانده سيمو څخه ډير خلک تعليمي ميدان ته راوستل دي او هڅه ده چې د علم ترلاسه کولو يو زده کونکې هم د فيس نشتوالي له وجې د تعليم نه محرومه نه شي۔

هغۀ وويل د ويړيا تعليم ورکولو لپاره د دوي پوهنتون په خپل کليز بجټ کښې په لويه پيمانه رقم مختص کړے دے۔

په خپلو خبرو کښې وائس چانسلر وويل پوهنتون هر ډول معذوره، قيديانو او نرښځيانو ته د ويړيا تعليم سهولت ورکولې شي او پوهنتون غريب او مستحق زده کونکو لپاره په فيسونو کښې د رعايت ترڅنګ يو شمير د سکالرشپ سيکمونو هم متعارف کړي دي۔

Show More

Related Articles