باچا خان هوائي ډګر کښې حاجيان د آب زمرم په لټون د سامان بيلټ ته ورختلي

دغه حاجيان د انتظاميې نه پوښتنه کوي چې تراوسه يي ولي د آب زمزم اوبۀ نه دې رارسيدلي خو ولې انتطاميه هغوئ ته د تسلۍ ځواب نه ورکوي

د پيښور په باچا خان نړيوال هوائي ډګر (آئيرپورټ) د قامي الوتکې ( پي آئي اے) د نااهلۍ له وجې حاجيان د آب زمزم اوبو په لټون د سامان بيلټ ته ورختلي دي۔

د باکمال او لاجواب سروس دعوي کونکي د قامي فضائي عملې د غفلت او نااهلۍ له وجې د حاجيانو آب زمزم اوبه رارسيدو کښې ناوخته شوې او د حج نه واپس وطن ته راتلونکي حاجيان د آب زمزم اوبو په بے درکۍ د خفګان ښکار شوي دي۔

دغه حاجيان د انتظاميې نه پوښتنه کوي چې تراوسه يي ولي د آب زمزم اوبۀ نه دې رارسيدلي خو ولې انتطاميه هغوئ ته د تسلۍ ځواب نه ورکوي۔

په دې خبره حاجيانو د پي آئي اے عملي او ائيرپورټ سيکورټي فورسز سره خبرې اړولي او د خپل سامان په لټون هغه ميشن ته سواره شوې چرته چې د سامان لټون کيږي۔

د حاجيانو دغه ميشن د سوريدو ويډيو په سوشل ميډي خپره شوې کومه چې خلکو ټوقه ګنلې او خوند يي ترې اخستې دې۔

له دې ورسته د سول ايوي ايشن انتظاميې حالات قابو کړي او حاجيانو ته يې د هغوي د سامان ورکولو باور ورکړے دے۔

بلخوا د باچا خان ائيرپورټ سي او او په خفيه ځائيونو کښې د ويډيو جوړولو نوټس اخستې او د پلټنو امر يي ورکړے دے۔

Show More

Related Articles