” جنسي زياتي کولو روسته چاقو ښودلو سره ي د مرګ دهړکه راکړي “

د شانګلي پوليس د شپږم جماعت ذده کونکي سره جنسي زياتي کښي ککړ دوه کسان نيولي دي۔

د الپورئ پوليس سټيشن اهلکارو ترمخه د لنلوئۍ سيمه کښي په يو کور چهاپه وهلو سره سلطان ولي او رحمان الدين نيولي دي، د ملزمانو پرضد مقدمه د پيښے په دويمه ورځ درج کړي شوي وه۔

د پوليس وينا ده چي لس کلنه متاثره جينۍ د خپل پلار تازه ګل سره د الپورئ پوليس سټيشن ته راغلي او د نيولي شوي ملزمانو پرضد ي بيان ورکړي چي کله دا سکول نه واپس کور ته راراوانه وه نو ملزمانو دے سره جنسي زياتي کړي دے۔

د متاثره جينۍ ترمخه دواړه ملزمان سلطان ولي او رحمان الدين دا جينۍ د لاسه نيولو سره پټو ته بوتلي ده او هلته ي ورسره جنسي زياتي کړي دي۔

جنيۍ زياته کړي چي بيا روسته ملزمانو ورته چاقو ښودلو سره دهړکه ورکړي او دوه سوه روپۍ ي هم ورکړي او وئيلي دي ورته چي که چاته دي هل اوئيلو نو مړه به دي کړي۔

په دے حواله د پوليس ترجمان وئيلي دي چي د الپورۍ ضلعي هسپتال ډاکټرانو جينۍ سره د جنسي زياتي کولو تصديق کړي دے۔

دوي وئيلي چي د دواړو ملزمانو خلاف مقدمه درج کولو سره پلټني شروع کړي دي۔

Show More

Related Articles