” د بلديو کمار په پاکستان لګول شوي تورونه بے بنياده دي “

بلديو کمار د اقليتي ايم پي اے سورن سنګه د قتل مقدمه چليدلې او عدالت هغه برې کړې خو د سورن سنګه د کورنۍ الزام په خپل ځاې موجود دے

د بلديو کمار کورنۍ ويلي پاکستان زمونږ لپاره پرامنه هيواد دې او د بلديو کمار لخوا په پاکستان لګولے شوې تورونه دروغ او بے بنياده دي۔

د هغه ورور تلک کمار په خپل ويډيو پيغام کښې ويلي پاکستان کښې  سيکانو او هندوانو ته خپل حقونه ورکړې کيږي او د بديلو کمار دا خبره دورغ ده چې پاکستان کښې سيکه ټولنه د خپلو حقونو څخه محرومه ساتل شوې ده۔

ياده دي وي چې بلديو کمار د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانې غړې دې او هغه هند ته د سياسي پناه خواست کړې دې۔

بلديو کمار د هندي ټيلي ويژن سره مرکه کښې د پاکستان په ضد تورونه لګولو سره ويلي پاکستان کښې سيکه ټولنه د خپلو حقونو څخه محرومه ده نو ځکه هغۀ هند ته خواست کوي چې هغه له سياسي پناه ورکړي ولي چې هغه د خپل ځان او کورنۍ لپاره هند محفوظ ګڼي او هلته پاتي کيدل غواړي۔

دا هم د يادونې ده چې بلديو کمار د سردار سنګه سورن د وژنې ورسته د پاکستان تحريک انصاف لخوا د صوبائي اسمبلۍ اقليتو غړې پاتې شوې او دا مهال د خپلې کورنۍ سره په هند کښې موجود دې۔

هند کښې د سياسي پناه خواست کونکي بلديو کمار تعلق د خيبرپښتونخوا سوات بريکوټ سيمې سره دې او د هغه کورنۍ له صديو راهسې په پښتونخوا کښې ميشته ده۔ هغه يو مياشت وړاندې د لور د علاج په ويزه هند ته تللې دے۔

د بلديو کمار تربور او پخواني سينټر امرجيت سنګه ملهوترا ويلي زمونږ پلار او نيکونه له تيرو دريو سوو کلونو راهسې په دې خاوره ژوند کوي خو د بلديد کمار هند ته تګ د هغه ذاني مامله ده، د هغه کورودانه د هند وګړې ده او شپږ مياشت وړاندې هند ته تللې او د بيرته راتلو نه انکار کوي۔

بلخوا د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزي ويلي چې پاکستان تحريک انصاف د هغه غړيتوب ختم کړې او د پي ټي آئي سره يې هيڅ تعلق نشته۔

شوکت يوسفزي ويلي د هغۀ سره زمونږ هيڅ تعلق نشته او چې چرته پاتي کيدل غواړي پاتي کيدې شي ولي چې پاکستان تحريک انصاف کښې د جرم کونکو لپاره هيڅ ځاې نشته دے۔

هغه ويلي په بلديو کمار د اقليتي ايم پي اے سورن سنګه د قتل مقدمه چليدلې او عدالت هغه برې کړې خو د سورن سنګه د کورنۍ الزام په خپل ځاې موجود دے۔

په ډاګه دي وي چې بلديو کمار دوۀ زره شپاړسم کښي د خيبرپښتونخوا وزيراعلي مشير سردار سورن سنګه د وژنۍ په مقدمه کښې نامزد شوې ؤ او د نيولو ورسته په هغه مقدمه هم چليدلې خو ولي تير کال عدالت د هغه د ثبوتونو نشتوالي په وجه خوشې کړې دې۔

Show More

Related Articles