خيبرپښتونخوا کښي دلس مهلک رنځونو مخنيوي يولس ورځني مهم شروع شوي

صوبائي حکومت د لس مهلک رنځونو د مخنيوي يولس ورځني مهم شروع کړي دي۔

د انتظاميے لخوا په خيبرپښتونخوا کښي د لس مهلک رنځونو د مخينوي مهم شروع کړي  شوي دي ، دے يولس ورځني مهم کښي به د پيدائش نه تر پنځه کاله عمر پورے ماشومانو ته د ټي بي، خناق، تشنج،زيړي، ګردن توړ تبه، پوخلي،پوليو او د قي دست د ويکسينو حفاظتي ټيکي لګولي شي۔

په دے مهم کښي به ماشومانو ته د نمونيه او د شري د مخنيوي ټيکي  هم لګولي شي۔

د صوبے ټولو دوه ديرش ضلعو کښي د دے خصوصي مهم مکمل بندوبس کړي شوي او ماشومانو ته د رسيدو له پاره جماعتونو، مدرسو، سکولونو او اولسي ځائينو کښي به کيمپونه لګولي شي ولي خصوصي ټيمونه به کور کور ماشومانو ته دا حفاظتي ټيکي لګوي۔

Show More

Related Articles