کوهاټ دره آدم خيل کښي پړانګ وژلي شوي

کوهاټ دره آدم خيل کښي مقامي خلقو پړانګ وژلي دي۔

مقامي خلقو وينا ده چي دا پړانګ د نظام پور غرونو نه دره آدم خيل ابادې ته راغلي وو کوم چي په دوه هفتو کښي  د دے سيمي يو شمير څاروو ته زيان رسولي دي ، دوي وئيلي دي چي ړومبي دا پړانګ ي د نيولو هڅ کړي خو دوي په کښي ناکامه شوي دي او په دوي د حلمے کولو په ځواب کښي وژلي دي۔ او دا چي د دے پړانګ په وجه ټوله سيمه کښي يره ترهه خوره شوي وه۔

مقامي اولس وئيلي دي د پړانګ اوږد والي څلور فټه او لس انچ وو۔

ځائي اولس پړانګ وژلو روسته په ګاډي کښي اچولي او بيا ي ټول کلي کښي ګرځولي دي۔

Show More

Related Articles