خېبر ضلع کښې شپاړس سوۀ زده کونکي د داخلو څخه محرومه شوي

د خيبرضلعې زده کونکي وايي سږکال شپاړس سوه زده کونکو د لسم امتحان پاس کړې خو ولي دغه زده کونکې په کالج کښې د داخلې اخستو نه محرومه شوي دي۔

د مقامي ذرائعو ترمخه سږکال په مجموعي توګه د خيبر ضلعې باړه ډويژن نورلس سوه دوۀ ديرش زده کونکي د لسم په امتحان کښې پاس شوي چې پکښې دوۀ سوه شپيته زده کونکو ته په کوهي شيرحيدر کالج کښې داخلې ميلاو شوې او پاتي نور د داخلې نه محرومه شوي دي۔

ذرائعي وايي دې لړ کښې نن د خېبرسټوډنټس يونين مشرانو او په سلګونو زده کونکو د باړې پريس کلب مخې ته احتجاجي کيمپ لګولے دے۔

احتجاجي کيمپ کښې شريک زده کونکي وايي د کوهي شير حيدر کالج ستونزې حل کولو لپاره دوي خپلې ټولې هڅې کړي خو هيڅ مثبت ځواب ورته نه دې ورکړې شوې نو ځکه يي د مجبورۍ له وجې د احتجاجي کيمپ لګولو فېصله کړې ده۔

د زده کونکو په وينا يو خوا خو دوي په خپله سيمه کښې د داخلو څخه محرومه شوي ولي بلخوا د پېښور په کالجونو کښې هم د باړې زده کونکو لپاره د لوکل او نان لوکل زده کونکو ستونزه جوړه شوې ده۔

دوي د تعليم صوبائي وزير نه په هنګامي توګه غوښتنه کړې چې د شلوبر، مليواټ، عالم ګودر او جعفر کلي هائي سکولونو ته دې د هائير سيکنډرۍ درجه ورکړې شي او له دې ترڅنګ کوهي شير حيدر کالج کښې دې د سيکنډ شفټ کلاسونو شروع شي۔

زده کونکو دهړکه ورکړې چې که دوي ته داخله ورنکړې شوه نو د تشدد مظاهرې به کوي او د زده کونکو شريک تولګې به جوړوي۔

Show More

Related Articles