د پېښور پشمول د صوبې په يو شمير سيمو کښې د زلزلې جرقونه محسوس شوي

د خيبرپښتونخوا پېښور ښار پشمول د صوبې په يو شمير سېمو کښې د زلزلې جړقونو محسوس شوي دي۔

د ذرائعو ترمخه نن د سپټمبر په دولسمه نيټۀ د خيبرپښتونخوا قبائلي ضلعې شمالي وزيرستان پشمول، شانګله، بونير، ملاکنډ، صوابۍ، مردان، نوښار، او خېبر ضلع کښې د زلزله راغلې ده چې ورسره په خلکو کښې ويره ترهه خپره شوې او هغوئ د دفترونو او کورنو څخه په وتلو مجبوره شوي دي۔

د ذرائعو په وينا د د زلزلې زور پنځه اعشاره دوۀ ريکارډ شوې او مرکز يي د هندوکش د غرونو لړۍ کښې په مځکه کښې دننه دوۀ سوه يو پنځوس کلوميټره ښودل شوې ده۔

ياده دي وي چې درې ورځې وړاندې هم د اسلام آباد او خېبرپښتونخوا په بېلا بيلو ښارونو کښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي وو۔

Show More

Related Articles