نوښار کښې د جينکو نهه سکولونو بند کړې شوې، خو ولي ؟

د پخوانې وزيراعلي په سرکاري ادارو کښې د لاس وهنې په وجه نن د دوي ماشومانې په حجره او سړکونو ناسته تعليمي زده کړې ترلاسه کوي

د خېبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي پرويز خټک پلرني ضلع نوښار خويشګي بالا کښې د ګڼ شمير سکولونو بنديدو له وجې د جينکو تعليمي ژوند د خطرې سره مخ شوے دے۔

د مقامي خلکو ترمخه د سيمې يو شمير سکولونو د تعليم د محکمې د ناقص پاليسيو له وجې بند شوي او په لسګونو ماشومانې په تيز لمر او ګرمۍ کښې د مقامي ناظم حجره او يا په سړکونو ناستې سره تعليمي زده کړه ترلاسه کوي۔

د جينکو مور پلار او د مقامي ناظم ځوي د سکولونو بنديدو ذمه وارۍ د پخواني وزيراعلي او اوسني د دفاع وزير پرويز خټک په غاړه کړې او هغۀ د سکولونو بنديدو ذمه وار ګنلې دې۔

دوي ويلي چې د پخوانې وزيراعلي په سرکاري ادارو کښې د لاس وهنې په وجه نن د دوي ماشومانې په حجره او سړکونو ناسته تعليمي زده کړې ترلاسه کوي۔

خويشګي بالا کښې د نهه سکولونو بنديدو په اړه د يو سکول استاذه وايي چې د سکولونو بنديو لويه وجه دا ده چې کومو خلکو د سکول لپاره زمکې ورکړې هغۀ اوس د حکومت نه د هغۀ سکولونو څوکيداري غواړي نو ځکه دې حکومت دوي ته د سکولونو د څوکيدارۍ څوکۍ ورکړې چې دا ستونزه هواره شي او د جينکو مستقل د خرابيدو نه بچ شي۔

د مقامي خلکو ترمخه د تعليم محکمې او د زمکې مالکانانو ترمېنځ د روانې شخړې له وجې د زده کونکو په تعليم ژوند کښې ستونزه رامخې ته شوې کومه چې د تعليم محکمې لخوا د تعليمي ايمرجنسۍ په دعوو سواليه نخښه ده۔

دوي غوښتنه کړې چې د حکومت دې سمدستې د جينکو د بندو سکولونو نوټس اخستو سره د دې د پرانستو لپاره زر تر زره عملي ګامونه پورته کړي چې د ماشومانو مستقبل د خرابيدو نه وساتلې شي۔

Show More

Related Articles