“د امريکا د ناکامۍ تور په پاکستان پورې کول غيرمنصافه کار دے”

وزيراعظم عمران خان ويلي افغانستان کښې د امريکا د ناکامۍ تور په پاکستان پورې کول غيرمنصافه کار دے۔

نړيوال ټيلي ويژن سره مرکه کښې عمران خان ويلي د نائن اليون ورسته که پاکستان د امريکا جنګ نه وې کړې نو نن به مونږ د نړۍ خطرناکه هيواد نه ؤ۔

هغه ويلي د سوويت يونين په ضد جګړه کښې هغۀ خلکو ته تربيت ورکړې شوې ؤ د کومو فنډ چې د سي آئي اے لخوا ورکړې شوې او دا تربيت يافته خلک ؤ خو چې کله يو لسيزه ورسته امريکا هلته لاړه نو وويل شو چې دا جهاد نه بلکې ترهه ګري ده۔

وزيراعظم عمران خان ويلي پاکستان له دې جنګ کښې غير جانبداره پاتي کيدل ؤ او د امريکا اتحاديان جوړيدو سره دا ګروپونو زمونږ په ضد شو او اوويا زره پاکستانيان پکښې ووژل شول۔

هغۀ ويلي چې زه له اوله د دې جنګ په ضد ووم او د دې جنګ سره معيشت ته سل اربه ډالر نه سېوا زيان رسيدلې دې۔

هغۀ په خپلو خبرو کښې وويل چې په آخر کښې چې کله امريکا په افغانستان کښې ناکامه شوۀ او د هغې تور يې په مونږ پورې کړو نو دا يو غيرمنصافانه کار دے۔

Show More

Related Articles