شمالي وزيرستان کښې د نيول شوو استاذانو خوشي کيدو لپاره يو ځل بيا احتجاج شوې

شمالې وزيرستان کښې يو واري بيا استاذانو د خپلو نيول شوو ملګرو استاذانو خوشي کولو لپاره احتجاجي مظاهره کړيده۔ ميران شاه پريس کلب مخي ته شوي احتجاجي مظاهره کښې ګڼ شمير سره استاذانو ګډون کړي، دوي په لاسونو کښې پلي کارډې او بينري نيولي وي په کوم چي د نيولي شوي استاذانو د خوشي کولو دپاره نعري ليکلي شوي وي۔

څرګنده دے وي چي د نيولي شوي استاذانو د ګرفتاري پرضد ټول شمالې وزيرستان استاذانو په احتجاجي توګه نهه سوا سرکاري سکولونه دري ورځو راهسي بند کړېدي چي له امله ئي يو نيم لکه طالبعلمان د زده کړو نه محرومه دي۔
د شمالې وزيرستان آل ټيچر ايسوسي ايشن چارواکو وئيلي چي دري استاذانو کښې دوه خوشي کړے شوي دي او يو اوس هم پاتي دي د چا خوشي کيدو پوري به احتجاج دوام لري۔

مظاهره چيانو اوئيل چي د پلار او ورور په جرم کښې دے د استاذانو ګرفتاري نه ډډۀ اوکړے شي، دوي اوئيل چي بغير د څه وجي تعليمي ادارو کښې لاس وهنه دوي په يو صورت هم نه ده منظور۔

Show More

Related Articles