افغانستان : زابل صوبه کښې ځانمرګي بريد شل کسان مړۀ، ګڼ شمير ژوبل

د افغانستان زابل صوبه ځانمرګي بريد کښې شل کسان مړۀ او لس کم سل پوري ژوبل شويدي۔ د باهر ملکي خبري ادارو ترمخه افغان طالبانو د بريد پړه منلي او وئيلي دي چي له دوي هدف د خفيه اداري وداني وه۔

ميډيا رپوټونو کښې وئيلي شويدي چي د حملي له امله د زابل صوبي سر ښار قلات هسپتال څه برخه هم تباه شويده او هلته موجود ايمبولينسو ته ځيان اوړيدلي دي۔

پيښه کښې ژوبل شوي کسان علاج دپاره نژدي کندهار هسپتال ته رسولي شويدي۔

د چاودني ورسته د مرګ ژوبلي په اړه متضاد شميري رامخي ته شويدي، د صوبي ګورنر وياند ګل اسلام سيال وئيلي دي چي دولس پوري کسان مړۀ شوي ولي ورسته د صوبائي کونسل مشر عطا جان حق خپل بيان کښې وئيلي دي چي مړۀ شوي کسانو شميره شل ده۔

بل لوري ته د امريکي د لوري مذاکرات ختميدو ورسته د روزانه په بنياد بريدونه کونکي طالبان وائي چي له دوي د بريد هدف هلته موجود د خفيه ادادي وداني وه۔

د صوبائي کونسل مشر وئيلي دي چي بريد کښې د قامي سلامتي (اين ډې ايس) وداني ديوال ته زيان رسيدلي دي، وي بريد کښې د اهلکارو د مرګ ژوبلي په اړه څه ندي وئيلي۔

بلخوا د افغان طالبانو وياند  ذبيح الله مجاهد په ټوئيټر خپور شوي بيان کښې ويلي ” په زابل کې دبرید هدف د دښمن د ملي امنیت اداره وه کومه چې په مکمله توګه نړیدلې ده او لسګونه عسکر په کښې وژل شوي. داچې د برید له امله روغتون ته هم څه زیان اوښتی، علت يې دادی چې دښمن د ملکي ځایونو په منځ کې اوسي او د ملکي خلکي له ځایونو څخه د سپر په توګه کار اخلي. روغتون زموږ د برید هدف نه وو.”

Show More

Related Articles