آصف علي زرداري: حکومت دې د ټولو ګرفتارۍ سره خپل شوق پوره کړي

د پاکستان پيپلزپارټۍ مرکزي مشر او پخواني صدر آصف علي زرداري ويلي حکومت دې د ټولو ګرفتارۍ سره خپل شوق پوره کړي۔

هغۀ دا خبري نن د احتساب عدالت کښې د وړاندې کيدو ورسته ميډيا سره خبرو کښې کړې او ويلي يي دې چې حکومت د مراد علي شاه پشمول څوک ګرفتارو ل غواړي ګرفتارولے شي۔

هغۀ دا هم ويلي حکومت دې د ټولو ګرفتارۍ سره خپل شوق پوره کړې او دا چې مونږ ته د پروډکشن آرډرز ضرورت هم نشته دے۔

د مولانا فضل الرحمن په دهرنا کښې د ګډون په اړه د شوي پوښتنې په ځواب کښې آصف علي زرداري وويل “زه جيل کښې يم او دهرنا کښې د ګډون فيصله به بلاول بهټو کوي۔

ياده دي وي چې آصف علي زرداري او د هغه خور فريال تالپور ميګا مني لانډرنګ کيس کښې د نيب په ولقه کښې دي۔

Show More

Related Articles