کابل : سرکاري پوځ حمله کښې ديرش وګري وژل شوي

د افغانستان ننګرهار صوبے په مشرقي سيمه کښې تيره شپه د سرکاري پوځ فضائي بريد کښې لږ تر لږه ديرش کسان وژل شوي دي۔

د افغان چارواکو ترمخه پوځي عسکرو غوښتل چې د داغش ځايونو په نخښه کړي چې په غلطي هغوئ په نزديو پټو کښې کارکونکي زميندارانو باندي توغندي ورولوي دي۔

د سيمي صوبائي کونسل غړي سهراب قادري ترمخه حمله د ډروان الوتکې له لارې شوي چې پکښې د چلغوزو په پټي کښې کارکونکي ديرش مزدوران وژل شوي دي۔

سهراب قادري دا دعوي هم کړې چې حمله کښې څلويښت کسان هم ژوبل شوي دي او دا چې د افغانستان د دفاع وزرات لخوا د فضائي حملې پخلے شوې خو ولې په حمله کښې د شوي زيان تفصيلاتو په اړه يي د خبرو کولو نه انکار کړے دے۔

Show More

Related Articles