“د استاذانو بائيکاټ سره به دولس زره ماشومان د تعليم نه محرومه شي”

د خيبرضلعې لرې پرته سيمې تيراه پرائيوټ سکولونو استاذانو په سيمه کښې ماشومانو ته د زده کړې ښودو نه د بائيکاټ اعلان کړے دے۔

باړه پريس کلب کښې نن د تيراه ميدان سکولز ايسوسي ايشن جنرل سيکريټري فضل بادشاه د نورو ملګرو سره د پريس کانفرنس په مهال د بائيکاټ اعلان کولو سره ويلي تيراه کښې د دوۀ زره ديارلس آپريشن ورسته سيمه کليئر شوې او له هغۀ وخت راهسې دوي د سول او عسکري انتظاميې په لوظ خپل تعلمي خدمات ترسره کوي چې دوي په مستقل بنيادونو باندي تعينات کړې خو ولي د شپږ کاله تيريدو باجود حکومت خپله وعده پوره نه کړۀ او دوي مستقل نه کړې شو۔

دوي وويل د کمزوري مالي حالت له وجې د ماشومانو څخه د سکول فيس نه شي اخستلې او دوي د لرې پرتو سيمو نه بغير د تنخوا سکول ته د ډيوټي لپاره ورځي۔

د دوي په وينا تيراه کښې په اووه ويشت پرائيوټ سکولونو کښې دوه سوه شل استاذان دولس زره ماشومانو ته تعليمي زده کړې ورښائي او د بائيکاټ سره به دغه ټول ماشومان د تعليم څخه محرومه شي۔

دوي تور پورې کړې چې تيراه کښې شپږديرش سرکاري سکولونه جوړ شوي چې پکښې يواځې اووۀ استاذان ډيوټي ترلاسه کوي۔

دوي دهړکه ورکړې که چرې د اکتوبر وړومبې نيټې پورې د دوي د غوښتنې پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته نکړل شول نو د زده کونکو د هغوئ کورنۍ او د قامي مشرانو سره به د ګورنر او وزيراعلي هاوس مخې احتجاج دهرنا ورکړي۔

Show More

Related Articles