متنازعه ويډېو : د بنو يونيورسټي وائس چانسلر له څوکۍ لرې شوې

د بنو يونيورسټي وائس چانسلر متنازعه ويډيو رامخے ته کيدو په وجه د عهدے نه لرې کړې دے۔

د سماجي رابطو په ويب پاڼه د بنو يونيورسټي د وائس چانسلر عابد علي شاه جينۍ سره متنازعه ويډيو رامخے ته شوي وه د کومے په وجه چي  د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان دي د خپلے عهدے نه  لري کړي دے او د وائس چانسلر ذمه واري په عارضه توګه د بنو يونيورسټې پرو وائس چانسلر سلطان محمود ته ورکړي شوي دي۔

خيبرپښتونخوا ګورنر د دي معاملے په باقاعده توګه انکوائرۍ کولو له پاره درے کيسز کميټي جوړه کړي ده، کوم به چي خپل حتمي رپوړت لس ورځو کښي وړاندے کوي۔

Show More

Related Articles