پيښور  پوهنتون کښې موسمياتي بدلون په اړه لاريون وستل شوي

ماحولياتي سوسائټي د سيوري لاندي تابيا کړۓ شوي وو چي پکښې د يونيورسټي استاذانو، طالبعلمانو ، د اسلامک ريليف پاکستان او هلال احمر غړو ګڼ شمير کښې ګډون کړے وو

پيښور پوهنتون کښې د ماحولياتي سوسائټي د سيوري لاندي کلائميټ  چينج سټرائيک واک په سر ليک لاريون وستل شويدي۔ د ملک په ديرش لويو ښارونو کښې په وخت باندي لمانځلي کيدونکي دے ورځي مقصد ټولنه کښې د ماحول ستاني دپاره اولس کښې پوهه راوستل او موسم کښې ورځ تر بلي رامخي ته کيدونکي بدلون په اړه ځلمے کل چمتو کول دي۔

نن پيښور پوهنتون کښې دغه لاريون د ماحولياتي سوسائټي د سيوري لاندي تابيا کړۓ شوي وو چي پکښې د يونيورسټي استاذانو، طالبعلمانو ، د اسلامک ريليف پاکستان او هلال احمر غړو ګڼ شمير کښې ګډون کړے وو۔

دغه لاريون د اسسټنټ پروفيسر ډاکټر آصف خان خټک په مشرانه کښې تابيا کړۓ شوي وو کوم چي د پيوټا چوک نه شروع کړے شوي وو او کانووکيشن هال باندي سرته رسيدلي دي۔

د لاريون پرمهال ډاکټر آصف خان خټک وئيلي دي چي د ماحولياتي بدلون په اړه د لاريون مقصد په نړوال کچ باندي د احتجاجي تحريک برخه جوړېدل، او عام اولس کښې د صفا چاپير چل او د انسانانو ژوند محفوظ جوړولو دپاره د عملي هڅو په اړه پوه راوستل دي۔

د لاريون پرمهال د ماحولياتو څانګي چئيرمين پروفيسر ډاکټر حزب الله وئيلي دي چي موږ به سنګه په سائنسي طريقه باندي د ماوحولياتي او موسمي بدلون مقابله کولے شو، ده اوئيل چي د کلائميټ چينج موضوع اوس يو سائنس جوړ شويدي او د يونيورسټو تحقيقي هلي ځلي دے لور ته ګرځول پکار دي د کوم دپاره چي سائنس او ټيکنالوجي وزارت او اعلي تعليمي کميشن بنيادي کردار جوړيږې۔

خپلو خبرو کښې د ماحولياتو پروفيسر ډاکټر شفيق لرحمن اوئيل چي په نړوال او قامي کچ باندي د موسمي بدلون له امله زرعي پيداوار کښې کمي، د سيلابونو خطر او قدرتي آفاتونو سيوا کيدو انديښني رامخي ته شويدي، کوم مخنوي دپاره چي ټولنئ او پاليسي ساز ادارو له چمتو اوسيدو سره د ټيکنالوجي په مرسته د پيشګي ردعمل تيارولو کښې د انسان بقا ده۔

Show More

Related Articles