نوښار جلوزئ کيمپ نه په اسرار توګه دوۀ ماشومانې بے درکه شوي

د خيبرپښتونخوا نوښار جلوزئ کيمپ نه په اسرار توګه دوۀ ماشومانې بے درکه شوي دي۔

د نوښار تاڼې سره نزدې جلوزو کيمپ کښې ميشه کونډې ښځې نسرين بي بي ترمخه د هغي دوۀ لوڼه نهه کلنه بګينه او درې کلنه حفصه د رواني مياشت په شپاړسمه نيټۀ له کوره بے درکه شوي دي۔

نسرين بي بي وايي هغې خپلې لوڼه په څه خبره رټلي وې او بيا هغۀ وخت د ګاونډيانو کره تلي ؤ خو چې کور ته راغلي نو ماشوماني له کوره وتلي وي چې تراوسه يي هيڅ درک نه دې لګيدلے۔

نسرين بي بي سره ويره ده چې د هغې لوڼه به چا اغوا کړي وي او هسې نه ماشوماني څوک د جنسي زياتي وروسته ونه وژني۔

دې لړ کښې د نوښار ضلعې پوليس افسر په سمدستي توګه د جلوزئ تاڼې ايس ايچ او ته د ماشومانو د بے درکۍ رپورټ درج کولو امر کړې کوم چې د نسرين بي بي په مدعيت کښې درج شوے دے۔

بلخوا په سوشل ميډيا د خبر خپريدو وروسته د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د نوښار ډپټي کمشنر نه دې لړ کښې رپورټ غوښتل دې۔

Show More

Related Articles