صوبه کښې د نورو شپږو ميډيکل ټيچنګ کالجونو جوړولو اعلان شوې

د خيبرپښتونخوا صحت محکمې لخوا په صوبه کښې د نورو شپږو نوو ميډيکل ټيچنګ کالجونو جوړولو اعلان شوے دے۔

د حکومت د اعلان ترمخه دغه نوي کالجونه به لکي مروت، کرک، هري پور، وزيرستان، کرمه او باجوړ کښې جوړولې شي د کومې لپاره چې به حکومت زمکه هم اخلي او دا کالجونه به په دغه ضلعو کښې موجود په پنځه سوه بيډونو مشتمل هسپتالونو سره جوړولې شي۔

د صحت صوبائي وزير هشام انعام الله ويلي دا د صوبے د زده کونکو لپاره يو ډالۍ ده، د دې کالجونو قيام به د پبلک پرائيوټ پارټنرشپ ترسيوري لاندې پوره کيږې چې به پکښې د ټولې جديدې مشنرۍ سهولت ورکولې شي۔

هغۀ ويلي دې لړ کښې مو د ميډيکل ټيچنګ کالجونو قيام لپاره کميټۍ ټاکلې کومه چې به لس ورځو کښې دننه په دې اړه حکومت ته رپورټ ورکوي۔

Show More

Related Articles