لکي مروت کښې د غلاګرو په ډزو ترۀ او ورارۀ وژل شوي

د لکي مروت په سرائے نورنګ سيمه کښې د غلاګرو په ډزو يوې کورنې دوه کسان ترۀ او ورارۀ وژل شوي دي۔

د پوليس ترمخه تيره شپه د بنو او لکي مروت په پوله پروت کلي نار اياز سرکوړي کښې غلاګارو له يو کوره قيمتي سامان پټ کړې او تېښته يي کولو چې د کور خلک په هغوي پسې شوې دي دغه مهال غلاګرو په هغوئ ډزي کړې چې پکښې ترۀ رضوان الله او د هغۀ ورارۀ نعيم خان مړۀ شوي دي۔

پوليس وايي دواړه مړې د پوسټ مارټم لپاره د سرائے نورنګ هسپتال ته وړل شوي او پوليس د ملزمانو په لټون سيمه کښې آپريشن شروع کړے دے۔

بلخوا مقامي خلک ګيله کوي چې په سيمه کښې د غلاګانو پيښې سيوا شوي او پوليس د دې پيښو مخنيوي کښې ناکامه شوي چې له وجې اولس سره انديښنه پيدا شوې ده۔

Show More

Related Articles