د پيښور چړيا ګهر نه بے درکه شوې د ميلو بچے موندل شوې

د پيښور چړيا ګهر نه بے درکه شوې د ميلو بچے د مقامي تن د حجرے نه موندل شوې او په حفاظت سري چړيا ګهر ته وړل شوے دے۔

ويل کيږې چې د ميلو بچے څه موده وړاندې د دير سره تعلق لرونکي تن په خپل کور کښې ساتلے ؤ او  د وائلډ لائف انتظاميې د ولقې ورسته هغۀ چړيا ګهر ته منقتل شوې ؤ۔

چړيا ګهر ته د راوړلو نه پس د مليو دغه وړوکے بچے درې ورځې وړاندې  له چړيا ګهره بے درکه شوې ؤ او انتظامي د دغه لټون شروع کړې ؤ کوم چې نن موندلے شوے دے۔

د پيښور چړيا ګهر انتظاميه وايي هغوئ د ميلو بچي موندلو لپاره په سيمه کښې پمفلټونه ويشلي ؤ چې پرې ليکلې شوي ؤ د چړيا ګهر نه د ميلو بچے بے درکه شوې بايد هغه ته څوک زيان ونه رسوي۔

Show More

Related Articles